د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې محترم معینیت کارکوونکو ته د روزنیز پروګرام جوړیدل

د افغانستان د مالی رپوټونو او معاملو د شننې مرکز؛ د پیسو وینځلو او د جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو د مخنیوي قانون او نړیوالو منل شوو معیارونو په پام کې نیولو سره د مخدره توکو څخه د لاسته راغلو عوایدو سره د مبارزې او د هیواد د مالي سیسټم د لا خوندیتوب په موخه؛ د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې په ۲۶ او ۲۷ نیټه د پیسو وینځلو سره مقابله، د جرمونو څخه لاسته راغلو عوایدو، د مالي جرمونو د څیړلو او د اطلاعاتو او مالوماتو د تبادلې او اهمیت په اړه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې محترم معینیت بیلابیلو مدیریتونو شا وخوا دیرش تنو کارکوونکو ته د ظرفیتونو د لوړولو روزنیز پروګرام د یاد معینیت په مقر کی تدویر کړ.